جوزجان، پکتیا، دایکندي، فراه او ننګرهار ولایتونو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د درملو عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۲:۸
MOPH

دغه نظارت د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې جوزجان ولایت کې ۴۷ قلمه له نېټې تېر درمل، پکتیا ولایت کې هم شاوخوا ۴۷ قلمه له نېټې تېر درمل، دایکندي ولایت کې ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل، فراه ولایت کې هم ۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شويو ځایونو ته ولېږدول شول.

همداراز، فراه ولایت کې دوه درملتونونه او یوه اکسری خونه او ننګرهار ولایت کې یو روغتیایي مرکز له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول؛ ترڅو د بې کیفیته او غیر معیاري خدماتو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۱۷
Background image

د روغتیايي خدمتونو مرستیال د احمد شاه بابا روغتون له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د کابل په دولسمه ناحیه کې د احمد شاه بابا روغتون له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

د دې. . .

BACK TO NEWS