خوست ولایت کې یو روغتیایي مرکز فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۱۱
MOPH

د خوست عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی روغتیايي مرکز فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست عامې روغتیا رئیس ډاکټر احمد مجاهد وویل: دغه روغتیايي مرکز چې اوس مهال د ابتدایه روغتیايي خدمتونو(BHC)په کچه فعال شو، د سیمې ۱۵۰۰۰ اوسېدونکو ته به  په کې روغتیايي خدمتونه چې پخوا ورڅخه بې برخې وو وړاندې کېږي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د اوس لپاره به په یاد روغتیايي مرکز کې خلکو ته ۸ ساعته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي، خو په پام کې لري چې ډېر ژر به یاد خدمات ۲۴ ساعتونو ته پراخ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS