د ا.ا.ا  د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د نږدې دیرش میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه بابه روغتیايي ځالو پرانیسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۲۵
MOPH

په همدې موخه جوړ شوي مراسم چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شول ، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور،د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعید الرحمن قادري، قومي مشرانو او روغتیايي کارکونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادو روغتیايي ځالو په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې یادې روغتیايي ځالې به د لوګر ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مور او ماشوم روغتیایي خدماتو اړوند اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي وزیر، وویل( دې روغتیايي ځالو کې به اوس مهال د مور او ماشوم درملنه ترسره کېږي، خو په راتلونکي وخت کې په پام کې لرو چې یادو روغتیايي ځالو کې خدمات پراخ او روغتیايي پرسونل زیات کړو)

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال روغتیايي پوښښ غونډه د «سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ترسره شوه

په دې غونډه کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د نړیوال روغتیایي پوښښ اړوند پروګرام د "سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد" تر شعار لاندې جریان لري!

د رهبرۍ په پیغام کې ویل شوي چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په هېواد کې روغتیايي پوښښ پراخ شوی او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدماتو ته زیات شوی دی.

BACK TO NEWS