د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د ازبکستان له سفیر، اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۲۲
moph

په دې کتنه کې افغانستان ته د ازبکستان هېواد څخه د با کیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو واردولو، د لابراتواري ازموینو د پایلو شریکولو، افغانستان څخه د یو شمېر توکو د صادرولو او روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې، د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو په صادرولو یې ټینګار وکړ او د لابراتواري ازموینو پایلو برخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور ازبکستاني پلاوي روغتیا برخه کې په دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS