د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۳۴
moph

په دې لیدنه کې چې د نیمروز مرستیال والي یې ملتیا کوله، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنیکي ټیم سره په ګډه د ولایتي روغتون بېلا بېلې څانګې ولیدې، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له روغتیایي مسئولینو او کارکوونکو سره شریکې کړې.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

بل لور د نیمروز ولایتي روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال او مل پلاوي سفر له ورتګ څخه، چې موخه یې په یاد روغتون کې د خدمتونو ارزونه وه، مننه وکړه او هم یې د روغتیایي خدمتونو لا ښه والي اړوند یو شمېر  وړاندیزونه شریک کړل.

ښاغلي مرستیال ژمنه وکړه، چې امکاناتو ته په کتو به شریکو شويو وړاندېزونو ته د حل لاره پیدا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS