د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۵۴
moph

د یادې لیدنې پر مهال د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت الله محمدي هم شتون درلود، چې د روغتون د فعالیتونو او ننګونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

د دې سفر موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت معلومول، د روغتیايي پروګرامونو د تطبیق پروسې ارزونه او په روغتون کې شته ستونزو ته رسېدنه وه.

د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، له روغتیايي کارکوونکو او مراجعینو سره یې خبرې وکړې، د هغوی نظرونه یې واورېدل او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، ستونزو د حل او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS