د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د نري رنځ (توبرکلوز) پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۳
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملابخت الرحمن شرافت، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مرکزي رییسانو، د ملي او نړیوالو روغتیایي بنسټونو مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني نری رنځ په نړۍ کې د مړینې د لسو مخکښو وژونکو ساري ناروغیو له جملې وباله او ورته په ځانګړې پاملرنې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال وویل: "موږ کولای شو د ژمنې، پانگونې او خدمتونو وړاندې کولو له لارې نری رنځ له منځه یوسو، ترڅو وکولی شو د هېواد په کچه د نري رنځ ټولو ناروغانو ته د اړتيا وړ درملنې خدمتونه ورسوو او له خپلې ټولنې یې له منځه یوسوو"

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال دغه راز زیاته کړه عامې روغتیا وزارت توانیدلی، چې تېر کال کې د دې ناروغۍ یو پنځوس زره درې سوه نولس پېښې تشخیص او درملنه یې وکړي.

د یادونې وړه، چې په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مسئولینو د یادې ناروغۍ برخه کې د ترسره شویو روغتیایي خدمتونو او ناروغانو درملنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS