د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان له سفر څخه تر راستنېدو وروسته د وزارت له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د خپل سفر د لاسته راوړنو، د بېلا بېلو ځایونو څخه د لیدنو، په سعودي عربستان کې د طبي تجهیزاتو او مصنوعي ځیرکتیا نندارتون کې د ګډون، د عربستان هېواد د روغتیا وزیر، د شاه سلمان او ګیټس بنسټونو مسؤلینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې سره د لیدنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه راز، ښاغلي وزیر په دې غونډه کې د ګډونوالو له شتون څخه مننه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي، د روغتیا ملي پالیسۍ پر لازم تطبیق، دندو ته پر وخت حاضرېدو ، ژمنتیا او بشپړې همغږۍ ټينګار وکړ.
همداراز، ښاغلي وزیر روغتیا برخه کې د یو بشپړ برېښنایي سیسټم د رامنځته کېدو هدایت وکړ او زیاته یې کړه، موږ باید د نورو له تجربو څخه لازمه ګټه واخلو او د روغتیا برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو؛ تر څو روغتيا برخه د ځان بسیاينې لور ته یوسو او په کور دننه ټولو هېوادوالو ته معياري خدمتونه وړاندې کړو.
همدارنګه، د ناستې ګډونوالو یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله ، دې ته ورته سفرونه یې د روغتیا سکتور لپاره مهم او ګټور وبلل او ښاغلي وزیر ته یې ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې جاري ساتي.
