د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حبیب یار خصوصي روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزیر، له مل تخنیکي پلاوي سره په ګډه د یاد تخصصي روغتون له بېلا بېلو څانګو لیدنه وکړه او د روغتیایي کارکوونکو سره په ناسته کې یې وویل: زمونږ موخه د ولسونو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونو برابرول دي، دا چې خصوصي سکټور د یو هېواد مټ وي، مونږ هم هڅه کوو چې ټولو هغه پانګه والو ورونو ته زمینه برابره کړو، چې د روغتیا په برخه کې پانګونه کوي.
ښاغلي وزیر، د یاد روغتون په خدماتو، چې د هرات په کچه تخصصي خدمتونو وړاندې کوي او د ولسونو اړتیاوې پوره کوي، خوښي څرګنده کړه.
د عامې روغتیا وزیر همداراز، د دغه روغتون مسلکي متخصصینو ته سپارښتنه وکړه، چې کوښښ وکړي نوي ځوانان وروزي او هغه څه چې دوی یې لري باید نورو ته انتقال کړي؛ تر څو هېواد لا ښه کادرونه ولري.