د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هلمند ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي پلاوي سره په ګډه د ګرشک ولسوالۍ روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۷
moph

په دغه نظارت کې چې د هلمند عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله یې هم ملتیا کوله د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې یاداشت او د حل ډاډ یې څرګند کړ.

 د عامې روغتیا وزیر همداراز  د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او له روغتیا پالانو یې وغوښتل، چې شته امکاناتو څخه په پوره ګټې اخیستنې ناروغانو ته معیاري خدمات وړاندې او غوره درملنه یې وکړي.

ښاغلي وزیر دغه راز، روغتیایي کارکوونکي وهڅول؛ ترڅو دې برخې کې د خپل خدمت په دوام سره د ناروغو هېوادوالو درملنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین د لومړي ملي کمپاین پرانیسته کې ګډون وکړ

دغه کمپاین د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له. . .

BACK TO NEWS