د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ولږې پر ضد د مبارزې مؤسسې له مسؤلې سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د یادې مؤسسې مسؤلې، د خپلو فعالیتونو اړوند معلومات شریک او د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت، د خدماتو اړوند لګښتونو پر کمښت او د لمړیتوبونو پر اساس د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې تر سره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، د یادې مؤسسې مسؤلینو ته د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د خدمتونو وړاندې کولو، د هغو لګښتونو د بیا کتنې چې د دغې مؤسسې له لوري د خدماتو او دفتري لګښتونو لپاره ځانګړي شوي او د لومړیتوبونو په اساس د مؤثرو خدمتونو تر سره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.