د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین، یونیسف او روغتیا برخه کې د همکارو مؤسسو له مسئولینو سره بېلابېلې ناستې ترسره کړې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۴۸
moph

یادې ناستې د زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ترسره شوې، چې په کې د همکارو مؤسسو له مسؤلینو  وغوښتل شول، تر څو په دې سختو ورځو کې زیانمنو شویو هېوادوالو ته  روغتیایي خدمتونو وړاندې او ستونزو ته یې بشپړه رسېدنه وشي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ختیځ کې وروستۍ زلزلي د ټول هېواد په کچه یو لوی ناورین وباله او زیانمنو شویو هېوادوالو سره یې د هر ډول مرستې کول د ټولو  مسئولیت وباله.

بل لور، په یادو ناستو کې د همکارو مؤسسو مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو درملنې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS