د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان هیواد د روغتیا وزیر په رسمي بلنه له مل پلاوي سره سعودي عربستان ته په رسمي سفر روان شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱۲
moph

یاد سفر چې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتیايي همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا، تجربو شریکولو او د ګډو هڅو په موخه تر سره کېږي، په ترڅ کې به یې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، ګېټس بنسټ له استازو، ایمرو له مسؤلینو او د شاه سلمان خیریه او بشري مرستو بنسټ له استازو سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړي.

همداراز، ښاغلی وزیر به د خپل سفر په ترڅ کې د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د روغتیایي سکتور متخصصین، د خیریه بنسټونو استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي ګډون کوي، هم برخه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS