د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې  د ترکیې هیواد له سفیر ښاغلي جینک اونال سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۴۲
MOPH

په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې هیواد تر منځ د روغتیا په برخه کې همکارۍ ، افغان علمي کادرونو پر ظرفیت لوړونه ، د کابل اتاترک روغتون خدماتو پر پراختیا او ځینې ځانګړو څانګو ایجاد ، د هیواد د درملو برخې سیستم ارزونې ، د عاجلو او اړمنو ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیا او د روغتیایي سیستم سره د هر اړخیزو مرستو اړوند خبرې تر سره شوې

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالی د ترکیې هیواد د روغتیا په برخه کې له تلپاتې مرستو مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې لا زیاته همکاري ګټوره وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS