د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي بنګله دېش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د سکویر (SQUARE) روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۵
moph

دا ناسته د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا، د مسلکي تجربو د تبادلې او د روغتیايي سکتور برخه کې د ګډو همکاریو د فرصتونو ارزونې په موخه تر سره شوه، چې په کې د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، مل پلاوي او په بنګله‌دېش کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي ښاغلي ویس خان ګډون کړی و.

د دې ناستې په ترڅ کې دواړو لورو د نظارتي سیستمونو ښه والي، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د پرمختللو روغتونونو له بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې تر سره کړې.

د ناستې په پای کې د خوړو او درملو معینیت پلاوي د سکویر روغتون د مسؤلینو له همکارۍ او تود هرکلي څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د رغنده همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

پکتیکا ولایت کې (۴۴۵) کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت په زېړوک او نکه ولسوالیو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو يو شمېر پلورنځيو څخه ګډ نظارت نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

BACK TO NEWS