د افغانستان اسلامي امارت د روغتیایي اتشې له لورې د ترکیې له مخکښو پوهنتونونو او روغتونونو سره د همکاریو بحث

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۱:۱
moph

ترکیې کې د ا.ا.ا د سفارت روغتیایي اتشې، دوکتور فضل‌ الله سیرت د ترکیې په مرکز انقره ښار کې د لقمان حکیم پوهنتون او روغتون له مسؤلینو او کرشهیر آخي اېوران دولتي پوهنتون له رئیس، پروفیسور ډاکټر مصطفی قاسم کاراهو جاګیل سره لیدنې ترسره کړې

یادو لیدنو کې افغان محصلینو لپاره د طبي زده کړو په موخه د فرصتونو برابرولو، ګډې همغږۍ او همکاریو، بېلا بېلو طبي برخو کې د متخصصینو د روزنې، ګډو علمي پروګرامونو، سیمینارونو او د افغان ناروغانو لپاره د روغتیایي خدمتونو پراخوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د افغان محصلینو او ناروغانو ستونزې او اړتیاوې له مسؤلینو سره شریکې او ټینګار یې وکړ، چې علمي، عملي زده کړو او د درملو برخه کې همکاري باید نوره هم پراخه شي، څو افغان محصلین له معیاري زده کړو او ناروغان له مناسبو او باکیفیته خدماتو څخه برخمن شي.

د کرشهیر آخي اېوران دولتي پوهنتون رئیس د افغانستان او ترکیې تر منځ د علمي، انساني او روغتیایي همکاریو د لا پراختیا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغان محصلینو او ناروغانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS