د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير  ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د جاپان هيواد له سفير ښاغلي  تاکاشي اوکاډا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه تر سره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۲
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير  ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د جاپان هيواد له سفير ښاغلي  تاکاشي اوکاډا سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه تر سره کړه

د يادې ليدنې موخه د هيواد په سپينو ساحاتو کې د روغتيايي مراکزو جوړونه، د توبرکلوز ضد درملو کې د جاپان هيواد تمويل ، د روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې برخه کې همکاري ، په کابل کې د افغان جاپان روغتون د تمويل او مرستې په اړه د جاپان هيواد مرستو بيا پيل او د دواړو هيوادونو ترمنځ د روغتيا په برخه کې همکاري او همغږي وه.

ښاغلي عباد د جاپان هيواد د مرستو او په ځينې برخو کې د دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتيا په سکتور کې کې يې د جاپان هيواد همکاري اړينه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS