د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د ټولو ولایتونو اوسېدونکو ته په مساوي ډول د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د نویو کسانو پر ګمارنې، روغتیايي کارکوونکو ته په مساوي ډول د معاشاتو په ورکولو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته په معیاري ډول د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ټینګار ته په اشارې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو وغوښتل، چې په دې برخه کې ولس ته په ریښتیني ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي وزیر همداراز د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ته د ولس د خدمت په موخه د لازمو سپارښتنو تر څنګ له هغوئ وغوښتل؛ ترڅو په راتلونکو څو ورځو کې خپلې تفاهمنامې له عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي.