د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له استازې سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۸:۴۹
UNDP

په دې لیدنه کې د ساري ناروغیو پروګرامونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د ملاریا، توبرکلوز او اچ آی وي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې د ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوی خورا اړین وګاڼه او ویې ویل، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

همداراز د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازې په روغتیايي برخه کې د دې ادارې د همکاریو د دوام په اړه خبرې ترسره او د ملاريا، توبرکلوز او اچ آی وي ناروغیو د کنټرول پروګرامونو له ګلوبل فنډ سره د یوځای کېدو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو او له عامې روغتیا وزارت سره د نورو نړیوالو همکارو ادارو په روڼتیا او حساب ورکونې ټینګار وکړ او د دې برخې تخنیکي مسئولینو ته یې هدایت وکړ؛ ترڅو د یادو پروګرامونو د یوځای کېدو د څرنګوالي لپاره کار ترسره او د پیاوړتیا لپاره یې یو غوره حل لاره ولټوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS