د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د رسنیو مرکز له رئیس، ښاغلي مفتي نعیم الحق حقاني سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې چې نن سه شنبه د رجب المرجب میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شوه د کره معلوماتو، د رسنیو ترمنځ په همغږۍ، د رسنیو په ارزښت، په وخت سره ولسونو ته د معلوماتو په رسولو او په روغتیايي برخه کې د ولس او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ د روغتیايي معلوماتو او پیغامونو د خپرولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کره او پر وخت د معلوماتو په خپرولو کې د رسنیو رول اړین وباله او ویې ویل، په دې ورستیو کې د عامې روغتیا وزارت ډېرې لاسته راوړنې لرلي دې، چې د رسنیو له لارې تر ولسونو رسېدلي دي او د داسې خبرونو او راپورونو د خپرولو مخه دې ونیول شي چې کره او پرته له کوم مستند وي او دا د ولس حق ده چې په وخت سره رېښتوني او کره معلومات ترلاسه کړي.
له بل لوري د رسنیو د مرکز رئیس، ښاغلي مفتي نعیم الحق حقاني په رسنیزه برخه کې د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه وستایل او و یې ویل چې د عامې روغتیا وزارت په نشراتي برخه کې فعال او پر وخت سره روغتیايي معلومات، لاسته راوړنې او د عامه پوهاوي اړوند پیغامونه له ولسونو سره شریکوي.