د افغانستان لپاره د حادې خوارځواکۍ د مدغمو اهتماماتو ملي لارښود د بیا کتنې دوهم ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د ملي او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د افغانستان لپاره د حادې خوارځواکۍ د مدغمو اهتماماتو ملي لارښود د بیا کتنې دوهم ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، WFP  استازو او روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و.

یاد ورکشاپ د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د شفافو او همغږو کړنلارو رامنځته کولو او ملي لارښود د پیاوړتیا په موخه ترسره شو، چې په کې د حادې خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي پر اوسني حالت، موجوده ستونزو او پر هغه علمي او تخنیکي بدلونونو بحث وشو، چې د لارښود په راتلونکې نسخه کې شامل شي؛ تر څو د هېواد له شرایطو سره اړخ ولګوي او د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه اغېزمنه شي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي دغه ورکشاپ د ملي لارښو (Guideline) د تقویت لپاره مهم او اغېزناک وباله او د ګډونوالو له هڅو او همکارۍ یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS