د اندارګاندي ماشومانو د درملنې روغتون څخه د تخصص ټیم لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۳۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل ټیم د تخصص په برخه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړلو، د ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د تخصصي برنامو د معیاري کولو او د اکمال تخصص ریاست اهدافو ته د رسېدو په موخه د اندراګاندي روغتون مسؤلینو سره بحث او خبرې ترسره کړې.

نوموړي همداراز مسؤلینو ته د کریکولم د اهمیت له مخې د Logbook،bedside teaching ،Morning report، Morning visit، Case presentation مضامینو د تطبیق په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره کړې؛ ترڅو په اړه یې لازم پلان شوي اجراات ترسره شي.

سربېره پر دې د څارنې بهیر بشپړولو په موخه د یاد روغتون له رهبرۍ او اړوند مسؤلینو غوښتنه وشوه، ترڅو د اکمال تخصص ریاست له هیئت سره، چې تر شپږو ورځو به په دې روغتون کې پر څارنې بوخت وي هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست، تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامو د بډایه کولو او ډاکټرانو د پوهې کچې لوړولو په موخه هغه علمي معیارونه او سټندردونه پلي کړي، چې له مخې یې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۵۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو سره په کتنه کې د دغه بنسټونو له لوري د ترسره شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۶:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې په لوګر کې یو سراپا کلینیک او پکتیا کې ۷ کتنځایونه، ۳ د غاښونو کلینیکونه، ۳ تطبیق خونې او ۵ لابراتوارونه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۱۰
Background image

د وقایوي طب او ساري ناروغیو د کنټرول عمومي رئیس کاپیسا ولایت ته سفر تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب او ساري ناروغیو د کنټرول عمومي رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص سره. . .

BACK TO NEWS