د اړتیا وړ ۳۰ قلمه د سترګو طبی ملزمی تدارک د تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سترگو د روغتیای همغږی او پاملرنی پروژی د اړتیا وړ ۳۰ قلمه د سترګو طبی ملزمی تدارک د ریفرینس شمیره MOPH/DDR/RFQ /NCB/1402/G02 ده تړون د (کشمیر قاسمی لوژستیکی او تجارتی) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (62375)) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (هوتل پروان،دریمه حصه، ناحیه 15 ، مرکز کابل- افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (1،781،794.26) یوملیون اوه سوه یو اتیا زره اوه سوه څلور نوی اعشاریه شپږ ویشت افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.