د بادغیس ولایت ۵۴ روغتیایي مرکزونو سره د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر طبي او غیرطبي تجهیزاتو مرسته شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۲:۱۴
MOPH

د بادغیس د عامې روغتیا رئیس خان‌ محمد همت وویل، چې په دغو مرستو کې طبي تجهیزات، البسې، فرنیچر، د ژمي لپاره د سون او پاکوونکي توکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، دا مرستې د یونیسف له لوري برابرې شوي دي، چې د قلعه‌ نو ښار او یاد ولایت په شپږو نورو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول

د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.

په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

BACK TO NEWS