د بلخ سیمه ییز روغتون څخه د ازبکستان عامې روغتیا وزیر لیدنه وکړه
د ازبکستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي اصیلبیک خدایاروف، چې د بلخ د عامې روغتیا رئیس رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت د سیمه ییز روغتون له عاجل، ICU او هډوکو څانګو څخه لیدنې وکړې او د ناروغانو احوال یې واخیست.
دغه راز، د بلخ عامې روغتیا رئیس روغتیایي کارکوونکو ته د چارو لازم ترسراوي او ناروغانو سره د لا غوره چلند په اړه اړینې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خلکو ته پر وخت باکیفیته خدمات وړاندې شي.
