د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په یاد ولایت کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په پایله کې د یو روغتون درې روغتیايي څانګې د مسلکي پرسونل د نه شتون له امله وتړل شوې.
همداراز له یو شمېر کتنځایونو څخه په خپل سر جوړې شوې غیرې معیارې لوحې راټولې او له منځه یوړل شوې.