د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه د وزارت د مالي او اداري چارو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د غوره همغږۍ او په کور دننه د ټولو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر، اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د درملو رسولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي؛ ترڅو په سمه توګه د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

له بل لوري د وزارت مرکزي رئیسانو په هېواد کې د بیزو تڼاکې (مانکي پاکس) او ورته نورو ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د وزارت رهبرۍ ته د لازمو تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان او UNODC استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ۲۵ تنه کارکوونکو ته د دودیز طبابت اړوند څلور ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

یاد ورکشاپ د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته ترسره شو، چې په کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو ټرینرانو له لوري د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د مرکزي زیرمتون له مسؤلینو سره ناسته وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت له مل پلاوي سره په ګډه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي زیرمتون له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS