د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سترگو د روغتیای همغږۍ او پاملرنی پروژی د اړتیا وړ 24 قلمه د سترګو درملو تدارک د ریفرینس شمیره MOPH/DRP/RFQ/NCB/1402/G01 ده  تړون د (برادران اکبری لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-5657) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (دوهمه حصه خیرخانه ، مرکز کابل- افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (950,216) نهه سوه پنځوس زره و دوه سوه و شپاړس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایل په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵ کابل - افغانستان
Background image

د تهیه او تدارکاتو دیارلس قلمه وچه ډوډی،هګی،میوه او ترکاری د داوطلبۍ خبرتیا

نور د سترگو ملې او تخصصي روغتون له ټولو داوطلبانو چې د شرایطو وړ وي، ترڅو د تهیه او تدارکاتو دیارلس قلمه وچه ډوډی،هګی،میوه او ترکاری د دغه ریاست په پروسه کې د خلاصې داوطلبی له لارې ګډون . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۳:۱۱
Background image

تدارکاتي اعلان !

د 1403  مالي کال لپاره د لس قلمه حبوباتو او خوراکي موادو تهيه او تدارک کول

  ګڼه  - MOPH/NCB/IGICH/1403/G5

 { د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټېټیوټ دتدارکاتو لوی مدیریت }

 ټولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۱۱
Background image

د داوطلبۍ بیا ځلې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند، افغان جاپان ساري  ناروغیو د درملنې روغتون په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چی د 1403 کال (د طبي اوکسیجن هوا) د تهیې او تدارک پروژې په داوطلبۍ کې . . .

Back to tenders