د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سترګو د ساتنې سیار کمپونو جوړولو پروژې د اړتیا وړ ۳۰ قلمه د سترګو طبي ملزمې چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/ECP/NCB/1403/G02 ده تړون یې د (دانیال تیک لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۰۱۰۱-۱۹۱۶۵) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه هوتل پروان، 11 ناحيه، مرکز کابل، افغانستان) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه (۲،۰۴۴،۴۴۴)دوه میلیون و څلور څلوېښت زره څلور سوه څلور څلوېښت افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړون ګټونکی داوطلب ته ورکړي:

د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

Back to tenders