د تړون ورکړې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت ( وزیر محمد اکبرخان روغتون ) په پام کې لري، چې د 1403 کال لپاره د 67 قلمو درملو د چمتو کولو قرارداد چې شمېره یې . MOPH / WAKH / NCB / 1403 / G012 ده، د (محترم ظاهر نور فارما لمیټیډ) شرکت ته چې د (44179) ګڼې جواز لرونکی او تشخیصه نمبر (9005061487) دی ، چې اصلي موقیعت یې کارته چهار 3 ناحیه, مرکز کابل کې دی. د ( 20045135) د شل میلیونه پنځه څلوېښت زره یو سل پنځه دېرش افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته چې د اندراګاندي روغتون ته څېرمه قرار لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي