د حیاتي احصایې د معلوماتو طرزالعمل دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ پرانیستل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
MOPH

یاد ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت، اړوندو مسؤلینو او روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون درلود، چې په کې د حیاتي احصایې د معلوماتو طرزالعمل او یو روښانه لارښود نهایي کولو په اړه خبرې وشوې؛ تر څو د روغتیايي مرکزونو له لارې د مړینو پېښې دقیقې، منظمې او معیاري ثبت شي.

د څارنې او پلټنې لوی رئیس د ورکشاپ پرانیستې پر مهال وویل، چې د حیاتي احصایې معلوماتو منظم ثبت د عامې روغتیا وزارت تـــه د ښې پالیسۍ جوړولو، تصمیم نیونې، روغتیایي خدماتو ارزونې او د ناروغیو مخنیوي برخه کې بنسټیز ارزښت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS