د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د ملالۍ زېږنتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 38 قلمه تنظیفاتي موادو د پروژې چې ( MOPH/MMH/1404/NCB/G005)شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد ادارې د خدماتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 5/1/1404هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د ملالۍ زېږنتون ریاست عمومي تالار  ته چې د قوای مرکز درې لارې ته څېرمه قرارلري، وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (128180) یو سل اته ویشت زره یو سل اتیا افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه 5/1/1404هـ ش نېټه،  د سهار په لسو بجو د قوای مرکز درې لارې ته څېرمه د ملالۍ زېږنتون په عمومي تالار کې ترسره کېږی.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء ملي روغتون په پام کې لري؛ ترڅو د پخلنځي لپاره یو قلم مایع ګاز چمتو او تدارک کړي.

دا تدارک . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو او دوهمو واحدونو د اړتیا وړ فلترباب او روغنیاتو  پېرل او . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند لاندې روغتونونو د ناورغانو، نوکریوالانو، او خواړو پخلي لپاره د مایع . . .

Back to tenders