د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د جمهوریت روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د 49 قلمه تنظیفاتي موادو تدارک چې د پېژندنې شمېره یې MoPH/JAMH/NCB1404/G008 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د جمهوریت روغتون- محمد علي جناح تعمیر د خدمتونو مدیریت څخه تر لاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 25/05/1404 نېټه ، شنبې ورځ د ماسپښین تر 3:00 بجو پورې د خدماتو مدیریت ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه( 310000) درې سوه او لس زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه د 26/05/1404 نېټه، د یک شنبې په ورځ د ماسپښین په 2:00 بجو د دشت برچي مهتاب قلعه ایستګاه، محمد علي جناح روغتون د خدماتو مدیریت د آفرونو د پرانیستلو په خونه کې ترسره کېږي.