د داوطلبۍ خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست هغو ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د کورني هوایی ټکټونو اخیستلو پروژه (Procurement of domestic airline ticket) چې د ریفرنس ګڼه یې [MOPH/NCB/1403/CS-01] ده، د ابراز علاقمندۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړوند سند غوښتنې ابراز علاقمندي (REOI) سافټ په فلش کې د مشورتي خدمتونو تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم دې خپل ابراز علاقمندي (EOI) د شرط پاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 18/05/1403 هـ ش د پنجشنبې ورځ چې له 03/02/1446 ه ق نېڼې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه کې دې سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري
ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمد
اکبر خان کابل د مشورتي خدمتونو تدارکاتو آمریت.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي ابراز علاقمندی (EOI ( د منلو وړ نه دي.