د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د وزیرمحمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تنظیفاتي موادو پروژې، چې د (MOPH/WAKH /NCB/1403/G008) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی دی، اکسری فلمونه چې د MOPH/WAKH/NCB1403/G011 شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی دی او لابراتواري مواد چې د MOPH/WAKH/NCB1403/G014 شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی دی د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د فلش له لارې د یادې ادارې د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 27/05/1403هـ ش نېټې، د ماسپښین تر 3:30 بجو د وزیر محمد اکبرخان روغتون د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري. ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د تنظیفاتي موادو لپاره تضمین د یو اعتباري بانک تضمین په ډول(42879) افغانۍ دی، د اکسری فلمونو لپاره (129920) افغانۍ او د لابراتواري موادو لپاره (133171) افغانی دی.
د وړاندیزونو د پرانیستې غونډه د 28/05/1403هـ ش نېټه، د سهار په لسو بجو د وزیرمحمد اکبرخان روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) کې ترسره کېږي.