د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د معلولینو د بیا رغونې روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عمومی او اساسي ترمیماتو د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي.

 د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش له لارې د یادې ادارې د خدماتو له مدیریت څخه تر لاسه کړئ او خپل وړاندیزونه ( آفرونه)په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د اعلان له خپرېدو سره هم مهاله د 01/09/1403 نېټه پنجشنبه ورځ د سهارتر 9:00  بجو پورې د معلولینو بیا رغونې روغتون د خدماتو مدیریت چې د کابل ولایت مرکزي پولي کلنیک لومړۍ ناحیې کې قرار لري وسپارئ.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یوه اعتباري بانک څخه (50000) پنځوس زره افغانۍ دی.

د آفر پرانیستې غونډه 01/09/1403 نېټه د پنجشنبې ورځ د سهار په 9:00 بجو د معلولینو د بیا رغونې روغتون په کنفرانس خونې (اطاق) کې تر سره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1 ریفرنس ګڼې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي اداري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د رابعه بلخي ریاست ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 48 قلمه طبي ملزمې پروژه چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G010) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون . . .

Back to tenders