د رواني روغتيا ملي او تحصصي روغتون د ارقامو د کیفیت څارنه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۳۰
MOPH

د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتو لوی ریاست د روغتیايي معلوماتو د مدیریت سیسټم (HMIS) د تخنیکي ټیم له لوري په کابل کې د ملي او تخصصي روغتونونو د ارقامو د کیفیت ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څارنې بهیر پیل کړی دی، چې د همدې لړۍ په دوام د رواني روغتیا ملي او تخصصي روغتون د ارقامو له کیفیت څخه هم څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې موخه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د شواهدو پر بنسټ د تصمیم‌ نیونې لپاره د دقیقو او پر وخت معلوماتو راټولول او د ناسمو ارقامو څخه مخنیوی دی.

په دې ارزونه کې راپور شوي ارقام له ثبت شويو معلوماتو سره پرتله شول، د راپور ورکولو پروسه له نږدې وڅېړل شوه او د یاد روغتون کارکوونکو ته د روغتیايي ارقامو د مدیریت، کارولو او اهمیت په اړه روزنه ورکړل شوه.

د يادونې وړ ده، چې د څارنې دا لړۍ به په ټولو ملي او تخصصي روغتونونو کې تر سره کېږي او موندنې او د اصلاح وړ ټکي به له اړوندو ادارو سره هم شريک کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS