د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل
![MOPH](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-02_at_13.00.11_54b3640e.jpg)
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د یاد روغتون مسؤلینو د لاسته راوړنو سربېره موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د حل غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مسؤلینو ته د موجوده ستونزو د حل بشپړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ ترڅو د ولایتونو په کچه د روغتیايي خدمتونو معیار لوړ او په کور دننه هېوادوالو ته پر وخت اړین او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
نوموړي همداراز د یاد روغتون له پرسونل وغوښتل، چې له ټولو ناروغانو سره غوره چلند ترسره او معیاري درملنه یې وکړي.