د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې وزارت د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د ولایتونو د اړیکو همغږۍ رئیس، قاري معتصم باالله توریال د یو پرېزنټېشن په ترڅ کې د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د وزارت له رهبرۍ یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست دندې او وړاندیزونه واورېدل او د یاد ریاست د ستونزو د حل په اړه یې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.