د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې ریاست د ۱۴۰۲ هــ ش کال کړنې او فعالیتونه تر څېړنې لاندې ونیول شوې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۹:۴۶
ړړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د ۱۴۰۲ هــ ش کال کې د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې ریاست لاسته راوړنې، وړاندیزونه، ستونزې او د هغوی د حل لارو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د روغتیايي قوانینو له تطبیق  څخه د څارنې ریاست له لاسته راوړنو څخه د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ د یاد ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې  د ستونزو د حل په موخه لازمې کړنې ترسره کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته لازم خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS