د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۰:۱۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په ملتیا د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون له بېلابېلو روغتیايي څانګو لیدنه ترسره او د یاد روغتون کارکوونکو ته یې د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي همداراز د یاد روغتون د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS