د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د عامې روغتیا وزارت انلاین ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۱۵
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ له ولایتي رئیسانو سره د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه انلاین ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست له لوري ۱۲ ولایتي رئیسانو سره ترسره شوه، چې په کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره یې په ولایتونو کې د تخنیکي کمېټو له لوري د ناستو منظم ترسراوي سپارښتنې وکړې.

 ښاغلي مرستیال دغه راز، د ولایتي رئیسانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې، د حل ډاډ یې ورکړ او له هغوی یې غوښتل، چې د ساري ناروغیو د مخنیوي برخه کې دې د عامه پوهاوي زیاتوالي او وقایې لپاره خپلې هڅې لا زیاتې او د یادو ناروغیو اړوند راپور دې په هرو درېو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS