د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي په موخه ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و، چې دواړو لورو د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او لا ډېرې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.
یاده ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان د غیر ساري ناروغیو، روږدو درملنې او روانې روغتیا برخې مسؤل، ډاکټر دلارا منوال د سرطان ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د خدمتونو ښه والي او همکارۍ په موخه یو پرزینټېشن وړاندې او ګډونوالو ته یو شمېر معیارونه او وړاندیزونه تشریح کړل؛ څو دا پروګرام وکولای شي خپل خدمات د نړیوالو معیارونو سره سم برابر کړي.
د روغتیایي خدمتونو ښاغلي مرستیال، د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې اړوندو ادارو ته به لازمې لارښوونې وکړي؛ تر څو هغه مهم ټکي چې په پرزینټېشن کې تشریح شوي، په پام کې ونیسي او په سرطان اخته ناروغانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې شي.
