د صدري ابن‌سینا روغتون لپاره د زړه د متخصصو کادرونو د جذب ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د صدري ابن سینا روغتون لپاره د مسلکي کادرونو د جذب او ګمارنې په موخه له ۱۹ تنو څخه د زړه داخلې، نرسنګ، د زړه جراحي، انستیزي او د زړه پرفیوژنیست برخو کې ازموینه واخیستل شوه

نوموړې ازموینه د ګډونوالو د علمي او مسلکي وړتیاوو ارزونې په موخه د کارکوونکو چارو لوی ریاست، اکمال تخصص لوی ریاست، د معالجوي طب لوی ریاست او د زړه پروژې برخې د استازو په شتون کې واخيستل شوه؛ څو وړ او په شرایطو برابر کسان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې د معالجوي طب لوی ریاست دغه ازموینه د مسلکي کادرونو د جذب په موخه ترسره کړه، ترڅو په صدري ابن‌سینا ملي او تخصصي روغتون کې په لومړي ځل د زړه د خلاصو عملیاتونو خدمات پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت او UNDP د HIV، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو پر ملاتړ خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۳
Background image

د اندراګاندي روغتون د قلبي څانګې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون د قلبي څانګې روغتیایي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۹
Background image

د صدري ابن‌سینا روغتون لپاره د زړه د متخصصو کادرونو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د صدري ابن سینا روغتون لپاره د مسلکي کادرونو د جذب او ګمارنې په موخه له ۱۹ تنو څخه د زړه داخلې، نرسنګ، د زړه جراحي، انستیزي او د زړه. . .

BACK TO NEWS