د طبي وسایلو او درملو یوه کڅوړه لوګر ولایت ته وسپارل شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
د طبي وسایلو او درملو یوه کڅوړه لوګر ولایت ته وسپارل شوه

چهارشنبه، ۱۷ وری ۱۴۰۱

د لوګر د عامې روغتیا ریاست اعلان وکړ چې دغه ولایت ته یې د اړتیا وړ وسایلو او درملو مرسته رسیدلې ده.

په دې لېږد کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د الټراساؤنډ وسایل، مانیټرونه، د اکسیجن جنراتورونه او درمل شامل دي.

د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر قدرت الله عادل د يادې مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل، چې ياد وسايل به په روغتونونو کې د درملنې لپاره لېږدول کېږي او په روغتيايي مرکزونو کې به ترې ګټه اخيستل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۱
Background image

لومړي ځل لپاره د هیواد په دولتي روغتیایي سکتور کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

هرات، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر فابریکو، خوراکي توکو پلورنځيو او روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت چې د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې یې هرات ولایت کې ۲۹ پاکټه غیر مجاز توکي او  ۸۶ بیلره خوراکي مواد او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۰۰ کیلوګرامه غیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د هلمند روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي روغتيايي سکټور اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر. . .

BACK TO NEWS