د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي
يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.
د ارزګان د عامې روغتيا مسؤلينو په وینا، د دې روغتون په پراخېدو سره به ناروغانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي، د درملنې بهیر به چټک او د بېړنیو پېښو پر مهال به خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
