د عامې روغتیا وزارت اړوند د بدخشان ولایتي روغتون کې تېر کال شاوخوا ۳۱۷۰ جراحي عملیاتونه وړيا ترسره شوي دي

له دې جراحي عملیاتونو څخه ۲۱۱۱ يې لوی عملیات او ۱۰۵۹ يې واړه عملیاتونه وو، چې ټول د افغان مجربو او متخصصو ډاکترانو له لوري په بریالیتوب او وړیا توګه ترسره شوي دي.
همداراز، په دغه روغتون کې ۹۳۳۳۷۲ ناروغانو ته سراپا (OPD) روغتیايي خدمتونه او ۳۰۵۴۴ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.