د عامې روغتیا وزارت اړوند ستوماتولوژي درملنې تخصصي ملي روغتون له لوري د خولې حفظ الصحې په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۸
moph

په دې غونډه کې د یاد روغتون مسئولینو له خوا د خولې حفظ الصحې د مراعت په روغتیايي ګټو او د نه پاملرنې له امله یې د پېښېدونکو زیانونو  بیانولو  تر څنګ ګډونوالو ته په عملي بڼه د خولې او غاښونو د برس استعمال طریقې وښودل شوې.

د ستوماتولوژي درملنې ملي روغتون رییس، ډاکټر محمد وزیر حامد په یادو مراسمو کې د خولې حفظ الصحې مراعت یو اړین عمل یاد کړ او دا یې د ګڼو ناروغیو د مخنیوي یوه مهمه وسیله وګڼله.

نوموړي دغه راز  له خلکو وغوښتل چې د خولې حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو له پېښېدونکو ناروغیو خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS