د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۳۱
MOPH

یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې په موخه جوړ شوی و، چې په کې د طبي څېړنو بېلابېل اړخونه، د څېړنې بېلابېلې مرحلې، د تحقیق موضوع ټاکل، د معلوماتو راټولول، تحلیل او د پایلو تفسیر تشریح کول شامل و.

په پام کې ده چې د ټریني ډاکټرانو د مسلکي پوهې لوړونې په موخه به ورته نور ورکشاپونه هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د  TEPHINET نړیوالې ادارې څخه  یوه ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د اپیدیمیولوژۍ پروګرام د نړیوالې ادارې TEPHINET له‌ لوري د اعتبار سند ترلاسه کړ، چې دا د هېواد د روغتیایي سکتور لپاره یوه ستره لاسته راوړنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ۸ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري له منځه یوړل شول.

په دغه نظارت کې ۳ ټنه درمل او خوراکي توکي په کاپیسا ولایت کې او ۵ ټنه. . .

BACK TO NEWS