د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۲:۲۵
MOPH

شنبه:

۱- د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پروان له والي، الحاج عبدالعلي قدرت الله امیني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په پروان ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو پر فعالیتونو، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د روغتونونو لپاره د طبي ماشینونو او د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو اړوند، بحث او خبرې ترسره شوې.

۲- د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز د واکسیناسیون ملي پروګرام او کتلوي معافیت تخنیکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د ساحوي ایپیدیمیولوژي اړوند، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

یکشنبه:

۱- د نورستان ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

مفتي سعیدالله نعماني د نورستان عامې روغتیا ریاست د نوي رئیس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

۲- د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس، ښاغلي ډاکټر رسول خان نظري د دې ولایت د حوزوي روغتون د رغنیزو چارو څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د ټولو برخو د رغنیزو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ نوموړي ټولو کارکوونکو ته د کار د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دوشنبه:

۱- د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د غور له والي، ښاغلي مولوي احمد شاه دین دوست سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په غور ولایت کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو، د روغتیا په برخه کې په وروستیو پرمختګونو او د موجوده ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

۲- د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکترانو مؤسسې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د بې سرحده ډاکترانو له لوري د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو پر معیاري کولو او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

۳- د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پنجشېر له والي، حافظ محمد اغا  حکیم سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په پنجشېر ولایت کې د روغتیايي سیستم پر وضعيت  د دې ولایت اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، او د روغتونونو لپاره د تجهيزاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

سې شنبه:

۱- د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ازربایجان له سفیر، ښاغلي الهام ممدوف سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ازربایجان هېواد د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

۲- اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو او د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکتر زیار شتون درلود.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د عدلي طب له رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د عدلي طب رئیس د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د یاد ریاست دندې، لاسته راوړنې، فعالیتونه، ستونزې او د حل لارې چارې یې د یاد وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او د یاد وزارت له رهبرۍ یې وغوښتل، چې د دغه ریاست ستونزو ته د حل په موخه رسېدنه ترسره کړي.

۴- د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د ترسره شویو چارو څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې، چې د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر، ډاکټر ایمل وردګ او د دې روغتون د ریفورم په برخه کې اړوند مسؤلینوهم شتون درلود د یاد روغتون د ریفورم په برخه کې د ترسره شویو کارونو څخه لیدنه ترسره شوه.

۵- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د انګلستان هېواد د Kids OR خیریه بنسټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د یاد بنسټ له لوري د اتاترک روغتون عملیات خونې د بیارغونې، یاد روغتون د طبي تجهیزاتو د ورکړې، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، دوامدره همکارۍ او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

چهارشنبه:

۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې (UNHCR) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې استازی لیونارد زولو په مشرۍ ګډ پلاوي ګډون کړی و.

۲- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کې د حکومت لپاره د اړیکو له مسؤل، انجینر خان محمد سلطاني سره لیدنه ترسره کړه.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د داخلي پلټنۍ له رئیس، مولوي عبدالله حامد "حامد" سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې مولوي عبدالله حامد "حامد" د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د داخلي پلټنۍ ریاست د تشکیل د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

پنجشنبه:

۱- د غزني ولایتي روغتون کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې د بیارغونې چارې بشپړې او پرانیستل شوه

د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې د پرانیستلو سره به د ناروغانو په درملنه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته او د غزني ولایتي روغتون کې به د دوی تشخیص او درملنه ترسره کېږي.

۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین العابدین، د لومړي وزیر د دفتر له مشاور راملان عبدالمالک او مل پلاوي سره  لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، دوه اړخیزه همکارۍ او د روغتیا په برخه د مالیزیا هېواد د ونډې اخېستو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.